د مومنانو د امیر حضرت امام علی(ع) نیکمرغه میلاد یو مناسب فرصت دی څو د اسلام د تاریخ ددغه بې بدیله شخصیّت دعرفاني او معنوي اړخونو یوه څنډه رابرسیره کړو. په کوفې کې د حضرت امام علی (ع) مناجات ډير له معناؤ ډک او الهام بخښونکي دي چې د هر یوه لوستونکي ذهن او زړه فکر کولو ته اړکوي . ایکنانیوز د مولای کاینات د مبارک میلاد په شپو ورځو کې د ؛ شرحي بر مناجات امیر المومنین در مسجد کوفه؛ نومې کتاب له لیکوالې فرشته بلوچي وآخوا ته ورغلی او ورسره ئې خبرې کړي دي .
دغه کتاب د ؛مناجات چیست ؛ او فرازهاي مناجات؛ په ن امو سره په دوو برخو مشتمل دی ، لیکونکي په لومړنۍ برخې کې د دعا او مناجاتو بیانول او د هغو موخې ته یوه اشاره کړې ده او په دوهمې برخې کې ئې د حضرت امام علی علیه السلام د مناجاتو څخه ۳۲ عبارتونه ارزولي دي او د هرعبارت تاویل او تفسیر او لغوي معنا ئې بیان کړې ده .
بلوچي په کوفې جومات کې د مولای کاینات د مناجاتو د کتاب د محتوا په باب وئیلي دي، دغه مناجات په دوو برخو ویشل کیدلی شی، چې لومړۍ برخه ئې ددغو مناجاتو لوړ والی دی چې په اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْأَمَانَ» پيلیږي او بیا هغه بزرګوار یو شمیر آیتونه ذکر کوي چې د قیامت حیرانونکو صحنو ته اشاره کوي او له خداوندمتعاله له دغې لوئې او عظیمې واقعې څخه او له هغو پیښو چې ټاکل شوې ده په دغې ورځې پيښې شي ، آمان غواړي. په دغې برخې کې ټول ټاکل شوي آیتونه د قیامت له صحنو سره اړونده ده.
هغه د ؛ أَسْأَلُكَ الْأَمَانَ يَوْمَ يَفِرُّ الْمَرْءُ مِنْ أَخِيهِ، وَ أُمِّهِ وَ أَبِيهِ، وَ صَاحِبَتِهِ وَ بَنِيهِ، لِكُلِّ امْرِى ءٍ مِنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ» ته په اشارې سره وائي؛ پدغه ولولناکې برخې کې امام بزرګوار فرمائي ؛خداوندا!امان غواړم له تاڅخه د هغې ورځې لپاره چې انسان له خپل ورور، مور، پلار او ماندنې څخه چې له هغه سره یو ځاي دي، او له خپلو بچیانو څخه تښتي . په دغه ولولناکې ا و فکر وړ برخې کې د قیامت شرایط په ښه ډول تشریح شوي دي .
د پوهنتون دغه استاذه ددغو مناجاتو د دوهمې برخې په پاب وائي؛دوهمه برخه یوه عاشقانه چغه ده چي هره برخه ئېله مَوْلايَ يَا مَوْلايَ» خطاب سره پيلیږي او هغه بزرګوار د خداوندمتعال د صفتوننو نامې اخلي او د هغه صفت مقابل ټکی چې د انسان لپاره دی بیانوي. لکه چې فرمائي؛ «مَوْلايَ يَا مَوْلايَ، أَنْتَ الْخَالِقُ وَ أَنَا الْمَخْلُوقُ، وَ هَلْ يَرْحَمُ الْمَخْلُوقَ إِلّا الْخَالِقُ؟»،یعني ؛ائ زما مولا ته زما خالق ئې او زه د تا مخلوق؛له خپل خالق پرته څوک پر مخلوق رحم کوي.
هغې ددې پوښتنې په ځواب کې چې حضرت امام علی ولې په دغو مناجاتو کې له ؛امان؛ لفظ استفاده کړې ده؟ ووئيل، هغه بزرګوار په ټولو برخو کې دغه فرمایش عینا تکراروي چې«اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْأَمَانَ». د ؛امان؛ او ؛مولا؛ ټکو درانه معنا چې په ورپسې برخو کې کرار شوي ، دا چې ولې هغه بزرګوار دا وار د واره تکرار کړې ، په کتاب کې د آيتونو او روایتونو په استناد سره تشریح شوې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4259470